دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 155023
ولسي جرګه وایي د هوایي چلند اداره د شخصي ګټو پر اساس قراردادونه کړي

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون د ملکي هوایي چلند پر خپلواکې ادارې نیوکه کوي وایي دغه اداره د خپلو شخصي ګټو له مخې قراردادونه کړي او ملي ګټې یې په پام کې نه دي نیولي.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون تیره ورځ دوشنبې د یادې ادارې مشر جرګې ته ور بللی و.

د جرګې د مواصلاتو د کمیسیون رییس قیس حسن وویل د هوایي چلند د ادارې په قراردادونو کې شفافیت شتون نه لري.

هغه وویل: "داسې قراردادونه یې کړي چې د هوایي چلند او هیواد په ګټه نه دي او ټول قراردادونه د اړیکو او شخصي ګټو پر اساس شوي دي."

ښاغلي حسن زیاته کړه چې د راتلونکې اونۍ یکشنبې به بیا د دغې ادارې مسوولین جرګې ته راغواړي او له هغو به د عوایدو، ګمارنو او نورو مسایلو په اړه پوښتنې کوي.

جرګې دا هم وویل چې حکومت د هوایي چلند اداره خپلواکه کړې او په دې سره یې پر دغې ادارې د ملي شورا څارنه محدوده کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې د ملکي هوایي چلند پر خپلواکې ادارې نیوکې کیږي، بلکه څو ورځې وړاندې هم له دغې ادارې داسې یو نوملړ ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، چې په هغه کې ښکاره کیدل چې د یادې ادارې ډيری لوړپوړي کار کوونکي پښتانه دي.

که څه هم چې یادې ادارې دا موضوع رد کړه، خو په دې اداره کې یوې سرچینې وویل د دې لپاره چې د قومي توازن ښکاره شي، د کار کوونکو د معلوماتو مرکز کې لاسوهنه شوې ده.

همداشان پر دغې ادارې تور دی چې هوایي چلند یې د څو محدودو شرکتونو په انحصار کې ورکړی او دا کار د دې لامل شوي چې د کورنیو او بهرنیو ټکټونو بیه په بې سارې ډول لوړه شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb5sb8frhbsgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته