دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۲
د مطلب کود : 155097
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي

ټاکل شوې، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د افغانستان د وضعیت په اړه د دغه سازمان رپوټ واوري او په مختلفو برخو کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه بحث وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې دغه غونډه به د پنجشنبې په ورځ (ډیسمبر یوویشتمه) جوړه شي او په کې به د افغانستان د وضعیت په تړاو د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش د وروستي رپوټ په اړه بحث وشي.

دغه رپوټ، د افغانستان د سیاسي وضعیت، امنیت، سوله، اقتصادي وده، سیمه‌ییزې همکارۍ، بشري حقونه، د کابل پروسې تطبیق، له مخدره موادو سره مبارزه، بشري مرستې، مهاجرین او کورنیو بې‌ځایه شویو په اړه چمتو شوی دی.

په دغه رپوټ کې په مختلفو برخو کې د افغانستان لاس ته راوړنو ته په اشارې ویل شوي، چې د تحولاتو په پام کې نیولو سره باید په دغه هیواد کې ثبات ته پاملرنه وشي.

په رپوټ کې راغلي "افغانستان له مختلفو سیاسي، امنیتي، ټاکنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی، چې د جګړې پر ځای سیاسي ثبات ته د رسیدلو لپاره، یو عمومي لید او له ټولو مهمه جدي هڅو ته اړتیا لري".

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل رپوټ کې ټينګار کړی، چې یواځې د مذاکراتو له لارې په افغانستان او سیمه کې تلپاتې سوله او ثبات راتللی شي.

ښاغلي ګوترش ویلي، د سیمې پيچلي چاپیریال ته په کتو، د هوساینې او ثبات د کچې لوړلو او په افغاانستان کې د سولې خپلمنځي خبرو ته د زمینې برابرولو لپاره د ګاونډیو قوي همکاري ګټوره ثابتیدلی شي.

یوناما په دغه بیان کې ویلی، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو به د امنیت شورا غړو ته خپل رپوټ وړاندې کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هرکال د افغانستان د سولې او د سیاسي، امنیتي، اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه غونډه کوي او په کې، د یوناما د ماموریت پر څرنګوالي پریکړې کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccopqsm2bqpx8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته