دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 155270
محمد داود امین د خوست نوی امنیه قومندان ټاکل شوی

د خوست نوی امنیه قومندان ویلي، چې د پولیسو په لیکو کې به د فساد ضد جدي مبارزه وکړي.

 د خوست نوی امنیه  قومندان محمد داود امین د شنبې پر ورځ( د مرغومي ۲) په رسمي توګه دنده پیل او محلي چارواکو ته ور وپېژندل شو.

د خوست د پخواني امنیه قومندان دنده دوه اوونۍ وړاندې له ښاروالۍ سره د نه همکارۍ له کبله  د ولسمشر له لوري ځنډول شوې ده.

خوست والي حکم خان حبیبي د پخواني امنیه قومندان هڅې وستایلې.

پخواني امنیه قومندان فیض الله غیرت ويلي؛ ولسمشرۍ یې د خوست د ښاروال د هغه شکایت پر اساس  دنده ځنډولې، چې ګواکې له ښاروالۍ سره امنیه قومنداني همکاري نکوي.

د ده په خبره؛ تبدیلي په ادارو تو کې یو مهم اصل دی، خو له ولسمشر او ټاکل شوي پلاوي څخه لږ په دې ګیله من دی، چې پر  وړاندې یې یو طرفه قضاوت وشو.

د خوست نوي امنیه قومندان محمد داود امین په خپلو خبرو کې د فساد پر وړاندې مبارزه، د توپیریزو چلندونو له منځه وړل او د قانون پلي کول  په خپلو لومړیتوبونو کې وګڼل.

خوست ولایت ته نوی امنیه قومندان پر داسې یو مهال معرفي کیږي، چې اوس هم په دې ولایت کې غلاوې، سړي تښتونې او نورې اړوند پېښې شته.  دا، چې نوی امنیه قومندان به اوسنی وضعیت څومره مهار کړي؛ وروسته به روښانه شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfetdyxw6dt0a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته