کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف کې یوې ځوانې نجلۍ ځانوژنه کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جدی 1396 ساعت 17:29


وې ځوانې نجلۍ نن سهار ۹ بجې په مزارشریف ښار کې له یوه سوداګریز مارکیته ځان غورځولی او بیا یې ساه ورکړې ده.

د پېښې له ځایه شاهدانو ویلي، چې امنیتي ځواکونو ټپي شوې نجلۍ ته د نږدې کیدو مخه نیولې او هغې له ۴۰ دقیقو وروسته ساه ورکړې ده.

د ابو علی سینای بلخي روغتون مسوولینو څرګنده کړې، چې د یوې ځوانې نجلۍ مړی روغتون ته رالیږدول شوی او په سړه خونه کې ساتل کیږي.

په روان کال کې دا دوه یمه نجلۍ ده، چې له لوړ پوړه  ځان راغورځوي او ځانوژنه کوي.


د مطلب کود: 155274

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155274/په-مزارشریف-کې-یوې-ځوانې-نجلۍ-ځانوژنه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com