کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د سمندري ځواکونو لوړ پوړي مسولینو سره ناسته وشوه

4 جدی 1396 ساعت 1:56

د هلمند ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت والي حيات الله حيات د امریکا د سمندري ځواکونو له وزیر ښاغلي سپینسر او د مرینو ځواکونو عمومي قومندان جنرال بیلر سره د ناستې پر مهال د هلمند ولایت پر عمومي وضعیت هر اړخیزې خبرې وکړې.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی ننه ورځ راغلی دی، دغه ناسته، چې تېره ورځ په شوراب پوځي اډه کې ترسره شوه، پکې د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل، د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال برید جنرال ترین، د ملي امنیت ریس تورن جنرال یاسین خان او هلمند کې د مرینو ځواکونو مسولینو ګډون درلود.
خبر پانه سرګندوی، هلمند والي ددې ناستې پر مهال پدې ولایت کې د جګړې پر ابعادو، دوام، شته فرصتونو او د موجوده ستونزو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وې ویل: چې د تېر کال په پرتله افغان ځواکونه پر دښمن برلاسي او هغوئ يې په تېښته کړې دي.
سرچنیو وایی، د امنیتي ساحو پراخوالي او خونديتوب په اړه هلمند والي حيات الله حيات یو لړ ځانګړي وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړلې.
په خبر پانه کی راغلی دی، د امریکا د مرینو ځواکونو عمومي قومندان جنرال بیلر د هلمند له رهبرۍ او امنیتي ځواکونو مننه وکړه او په تیرو څو میاشتو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې يې د پام وړ وبللې.
سرچنیو زیاته کړی، د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتيژۍ پر بنسټ به د غلته د مرینو ځواکونو حضور، وضعیت ته په کتو زیاتوي او ژمن دي، چې اوږه پر اوږه به د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
په خبر پانه کی راغلی، جنرال بیلر زیاته کړه، لا هم ډېر نور کار ته اړتیا ده چې باید وشي، د امنیتي ساحو پراختیا او خوندیتوب، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړې کول، د حکومتولۍ او بیارغونې کارونو زیاتول او ورته نورې هغه کړنې دي چې پام باید ور زیات شي.


د مطلب کود: 155293

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155293/د-امریکا-سمندري-ځواکونو-لوړ-پوړي-مسولینو-سره-ناسته-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com