دخپریدو نیټه :دوشنبه ۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۵۶
د مطلب کود : 155293
د امریکا د سمندري ځواکونو لوړ پوړي مسولینو سره ناسته وشوه
د هلمند ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت والي حيات الله حيات د امریکا د سمندري ځواکونو له وزیر ښاغلي سپینسر او د مرینو ځواکونو عمومي قومندان جنرال بیلر سره د ناستې پر مهال د هلمند ولایت پر عمومي وضعیت هر اړخیزې خبرې وکړې.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی ننه ورځ راغلی دی، دغه ناسته، چې تېره ورځ په شوراب پوځي اډه کې ترسره شوه، پکې د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال غلام داود تره خېل، د ۲۱۵ میوند قول اردو مرستیال برید جنرال ترین، د ملي امنیت ریس تورن جنرال یاسین خان او هلمند کې د مرینو ځواکونو مسولینو ګډون درلود.
خبر پانه سرګندوی، هلمند والي ددې ناستې پر مهال پدې ولایت کې د جګړې پر ابعادو، دوام، شته فرصتونو او د موجوده ستونزو په هکله هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او وې ویل: چې د تېر کال په پرتله افغان ځواکونه پر دښمن برلاسي او هغوئ يې په تېښته کړې دي.
سرچنیو وایی، د امنیتي ساحو پراخوالي او خونديتوب په اړه هلمند والي حيات الله حيات یو لړ ځانګړي وړاندیزونه او غوښتنې هم شریکې کړلې.
په خبر پانه کی راغلی دی، د امریکا د مرینو ځواکونو عمومي قومندان جنرال بیلر د هلمند له رهبرۍ او امنیتي ځواکونو مننه وکړه او په تیرو څو میاشتو کې ترلاسه شوې لاسته راوړنې يې د پام وړ وبللې.
سرچنیو زیاته کړی، د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتيژۍ پر بنسټ به د غلته د مرینو ځواکونو حضور، وضعیت ته په کتو زیاتوي او ژمن دي، چې اوږه پر اوږه به د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
په خبر پانه کی راغلی، جنرال بیلر زیاته کړه، لا هم ډېر نور کار ته اړتیا ده چې باید وشي، د امنیتي ساحو پراختیا او خوندیتوب، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پیاوړې کول، د حکومتولۍ او بیارغونې کارونو زیاتول او ورته نورې هغه کړنې دي چې پام باید ور زیات شي.

https://avapress.com/vdcaomn6e49nmu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته