په ختیځ ننګرهار ولایت کې د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۵ تنه وسله وال وژل شوي.
د ننګرها رولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال ووژل شول او د دوی وسلې او مهمات هم تخریب شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې همدا راز د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې هم د داعش ډلې دوه غړي،چې د اورکزۍ ایجنسۍ اوسیدونکي وو، وژل شوي دي .
د ولایت مقام په وینا، په دې پېښو کې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې رامنځته شوي، بل چاته کوم زیان ندی اوښتی .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د ننګرهار ولایت مقام له دې وړاندې ویلي وو، چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په غلام ډاک سیمه کې د داعش وسله والو له لورې د وسله والو طالبانو یو قوماندان کاتب،چې مشهور په غورځنګ میداني دی، د دوو نورو ملګرو سره یو ځای تېره شپه وژل شوی.