کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان جنګ مقدم خط ته د امریکایی سرتیرو بیرته ګرځیدنه

5 جدی 1396 ساعت 21:28

جنرال جان نیکلسون، د ناتو عمومی قوماندان په افغانستان کی خبر ورکړ چی د تازه جنګی فصل په شروع کیدو سره، ځینی امریکایی سرتیری به د جنګ لمړۍ خط او جنګ ډګر ته به وګرځی.



د آوا په ګزارش سره، ناتو نظامی ځواکونه لږ ترلږه څلور کاله کیږی چی افغانستان کی جنګ ډګرونه پریښی دی خو د غربی رسنیو څخه په نقل سره دا ځواکونه به ددی وروسته په نظامی او څیړنیز عملیاتونو کی به نقش ولری.
جنرال نیکلسون د غربی رسنیو سره په خبرو کی وویل: ددی امکان شته چی په ۲۰۱۸ کال کی د ۱۰۰۰ څخه ډیر نظامی مشاور او ځینی امریکایی سرتیری یو ځل بیا افغانستان کی د جنګ لمړۍ او مقدم خط وګرځی او افغانستان امنیتی ځواکونه د تروریزم بالخصوص طالبانو سره مبارزه کی ملاتړ وکړی.
دولت وزیری، د ملی دفاع زوارت ویاند هم د امریکایی نظامیانو ملاتړ په هوایی او زده کړیز او هیواد نظامیانو تجهیز کی یو اړتیا بللی او ټینګار کړی چی راتلونکی جنګی فصل کی به وسله وال بالخصوص طالبان وټکوی.
ښاغلی وزیری د یک تلویزیون ته وویل: سږ کال په ژمۍ کی او راتلونکی کال به وضعیت ښه وی او دشمن به ماته وخوری.
نفیسه عظیمی، د مجلس نماینده هم د جنګی فصل په اړه ویلی دی چی په تیرو کلونو کی دا لیدل سوی دی چی مخالف مسلح ځواکونه په ژمۍ کی ډیر ښارونو باندی بریدونو ترسره کولو ته مخه کوی او د جنګ په ډګر کی یی جنګی ماشینونه د کاره لویږی.


د مطلب کود: 155417

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155417/افغانستان-جنګ-مقدم-خط-ته-د-امریکایی-سرتیرو-بیرته-ګرځیدنه

آوا
  https://www.avapress.com