دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 155419
د افغانستان او امریکا د همکارۍ تړون نږدې سل په سلو کې پلی شوی – ارگ

ارگ وايي د فساد په ضد، ښې حکومتدارۍ او د امنیتي بنسټونو په پیاوړتیا کې یې ستر پرمختګونه کړي دي.

ارگ وايي د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو تړون نږدې سل په سلو کې پلی شوی او په بیلابیلو سیاسي، امنیتي او اقتصادي چارو کې ډیر پرمختګونه ترلاسه شوي.

د ارگ د یوې خبرپاڼې په بنسټ "د امنیتي پلان تدوین، د ملي پولیسو او ملي اردو د منسوبینو بایومتریک، کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتو راوړل، په قراردادونو کې د ناوړه ګټه اخیستنې مخنیوی، ملي دفاع وزارت کې د سرحدي پولیسو او عامه نظم ادغام، د هوایي ځواکونو او د کمانډو پیاوړتیا" ددې تړون پلې شوې برخې دي.

په امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په پلي کیدو سره د ارگ په وینا امنیتي او دفاعي ځواکونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته تللي.

جمهور رئیس غني ددې سند عالي اجرایي کمیټې په غونډه کې د "ښې حکومتولۍ او فساد سره د مبارزې، سولې او مجدد ادغام، امنیتي او دفاعي او اقتصاد په هکله د څلورګونو کمېټو کاري پرمختګونه وستایل."

ارگ همداشان ویلي چې د سولې او مجدد ادغام او اقتصاد په برخه کې ټول اهداف ترلاسه شوي او د ښې حکمتوالۍ او د اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې په سلو کې ٩٥ موخې ترلاسه شوي.

پداسې حال کې چې د افغانستان حکومت او د طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ټپه دریدلي، حکومت د سولې په ملاتړ کې خپل اقدامات بریالي ارزولي او وايي د سولې تګلاره لري.

ارګ دغه راز ویلي چې د امریکا سفیر جان باس او د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د یاد شوي سند د تطبیق په برخه کې د افغانستان حکومت لاسته راوړنې ستایلي دي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د تړون سند، د پلي کیدو لپاره د عالي اجرایي کمیټې غونډې د څلورو میاشتو راهیسې د جمهور رئیس غني تر مشرۍ لاندې پیل شوي او تر اوسه یې درې غونډې شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6mn6o49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته