دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۱۷
د مطلب کود : 155420
د اسامه بن لادن او افغانستان په اړه د پاکستان پوځ د استخباراتو تازه ادعاوې

د پاکستان پوځ د استخباراتو اداره (آی-اس-آی) ادعا کوي چې د القاعده پخواني مشر اسامه لادن په پاکستان کې د یو شمېر مهمو سیاسي مشرانو د ترور په لټه کې و او په همدې خاطر په ۲۰۰۷ میلادي کال کې افغانستان ته تللي و.

ځایي رسنیو د پاکستان پوځ د استخباراتو ادارې د یوې نوې راپور په حواله لیکلي، چې اسامه بن لادن د ۲۰۰۷ میلادي په ډسمبر میاشت کې د بې نظیر بټو په ترور کې په مستقیمه توګه لاس درلود.

په راپور کې دا هم راغلي چې اسامه بن لادن غوښتل چې د پاکستان یو شمېر نور سیاسي مشران هم ترور کړي، چې په کې د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف او د پاکستان د علمای اسلام فضل مشر مولوي فضل الرحمن هم شامل وو.

د راپور پر اساس، د پاکستان پوځ د استخباراتو اداره د اسامه بن لادن د پلانونو په اړه د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته هم خبرداری ورکړی وه.

د پاکستان پوځ استخباراتو ادعا کوي چې د دغو کسانو د وژلو لپاره یوه پاکستاني وګړی چې موسی طارق نومیده د اسامه له خوا په دنده ګمارل شوی و ترڅو د بریدونو لپاره چاودیدونکي توکې او د اړتیا وړ نورې سهولتنه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې او د بې نظیر بټو د ترور د قضیې په هکله داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې ګواکې د اغلي بټو د ترور په قضیه کې ښاغلي مشرف هم لاس درلود.

د القاعده ترهګرې شبکې پخواني مشر اسامه بن لادن د ۲۰۱۱ میلادي کال په مې میاشت کې د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکایي ځانګړي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې ووژل شو.

د بن لادن پر وداني برید او پلازمېنه اسلام اباد ته نژدې د هغه پټنځای د اسلام اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د خرابېدو لامل هم شوي وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccipqsx2bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته