دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۱۵
د مطلب کود : 155509
کابل کې برید ۴۱ تنه وژلي او ۸۴ نور یې ټپیان کړي

د صحت عامه وزارت وایي چې د کابل لودیځ په یو فرهنګي مرکزکې ننني ځانمرګي برید او چاودنو ۴۱ تنه ووژل او ۸۴ نور یې ټپیان کړل.

د امنیتي چارواکو په وینا، دغه ځانمرګی برید او چاودنې نن پنجشنبه نږدي لس بجې رامنځته شوې، چې د تبیان په نوم یو فرهنګي مرکز چې د صدای افغان خبري آژانس هم په کې شاملیږي د برید موخه وګرځید.

د کورنیو چارو وزارت وایي په دغه فرهنګي مرکز کې یو ځانمرګی برید شوې او دوه ځای پر ځای شوي ماینونو ته چاودنه ورکړل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویندوی دفتر سرپرست نجیب دانش وايي ځانمرګی برید او چاودنې د شپږمې امنیتي حوزې په سیمه قلعه ناظر کې رامنځته شوې چې ډیرې قربانیان هم ملکي وګړي دي.

د عیني شاهدانو په وینا په دغه مرکز کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود.

طالبانو ویلي چې برید دوی ندې کړې خو تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت هم په غاړه ندې اخیستې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره دغه پیښه د انساني او اسلامي اصولو پر وړاندې بشري جنایت بللی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcawmn6o49nmm1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته