دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۲
د مطلب کود : 155595
د ترکمنستان د وارداتي بریښنا مزی غزني سره ونښلول شو

 

د غزني ولایتي چارواکي وايي، د ترکمنستان د۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي بریښنا مزی چې دوه میاشتې وړاندې د غزني ښار سره د نښلول کیدو اته ورځې وروسته وسله والو د دغه ولایت او میدان وردګ ولایت ترمنځ د سیداباد ولسوالۍ کې پرې کړی وو، تیره شپه بیرته نښلول شوی دی.

د غزني د بریښنا رئیس انجینر جان محمد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، تیره شپه دا مزی نښلول شوی او اوس دغه وارداتي بریښنا غزني ته رسیدلې ده.

انجینر جان محمد وویل " د افغان امنیتي ځواکونو او افغان حکومت په مرسته مو تیره شپه د ترکمنستان د وارداتي بریښنا مزی د غزني د مرکز د سب سټیشن سره ونښلوه".

هغه وویل چې اوس د غزني په مرکز کې له شلو زرو څخه زیاتې کورنۍ د بریښنا د دغه مزي څخه د خپلو خونو د روښانه کولو لپاره ګټه اخلي.

د میدان وردګ ولایت د پولیسو ویاند نقیب احمد امیني رسنیو ته په یو استولي بیان کې ویلي چې غیرې مسولو وسله والو دوه میاشتې وړاندې د سید اباد ولسوالۍ د سلطانخیلو په سیمه کې د دغې وارداتي بریښنا ۶۰۰ متره مزي د پرې کولو وروسته دا مزی غلا کړی وو، چې له امله یې غزني ته د بریښنا جریان هم پرې شوی وو.

ښاغلي امیني ویلي چې دغو غیرې مسولو وسله والو د افغانستان د بریښنا شرکت کارکوونکي هم د بریښنا د مزي د نښلولو کار ته نه پریښودل، چې بیا وروسته د دغه ولایت پولیسو د سیداباد په ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړل او غیرې مسول وسله وال یې له سیمې وشړل او ورسره د بریښنا مزي نښلولو ته لاره هواره شوه.

د افغانستان د بریښنا شرکت چارواکي وايي، اوسمهال د غزني په مرکز کې تر لس زرو پورې کورنۍ د حرارتي بریښنا څخه کاراخلي، چې د ترکمنستان د ۲۲۰ کیلو ولټه مزي د نښلولو وروسته شل زره نورې کورنۍ هم د بریښنا څخه ګټه واخلي.

غزني او میدان وردګ ولایتونه د افغانستان په ناامنه ولایتونو کې شمیرل کیږي.

د میدان وردګ پولیس وايي چې د ارغندي څخه غزني ته د بریښنا د مزي د نښلولو په عملیاتو کې د دریو قوماندانانو په ګډون د افغان حکومت دیرش مخالفوسله وال وژل شوي دي.

همداشان په دې عملیاتو کې د ملي اردو او پولیسو دوه سرتیري هم وژل شوي او د بریښنا شرکت د یو کارکوونکي په ګډون درې ټپیان شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1tdytw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته