کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په مزارشریف ښار کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 جدی 1396 ساعت 21:47


پولیس وایي، نن ماښام په مزارشریف ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، چې په کې د دوه پولیسو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه چاودنه د مزارشریف ښار د مبارکې روضې شمال لوري ته د نور سوداګریز مرکز مخې ته په یو کرولا موتر کې شوې، چې دریور یې سوی دی.

دغه راز یوه بله امنیتي سرچینه وایي؛ یو رنجر موتر د چاودنې موخه ګرزیدلې، چې په کې د دوه پولیسو په ګډون څلور کسه ټپیان شوي دي.


د مطلب کود: 155623

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155623/په-مزارشریف-ښار-کې-چاودنې-۱۱-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com