دخپریدو نیټه :شنبه ۹ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۴۷
د مطلب کود : 155623
په مزارشریف ښار کې چاودنې ۱۱ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

پولیس وایي، نن ماښام په مزارشریف ښار کې د مقناطیسي ماین چاودنه شوې، چې په کې د دوه پولیسو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه چاودنه د مزارشریف ښار د مبارکې روضې شمال لوري ته د نور سوداګریز مرکز مخې ته په یو کرولا موتر کې شوې، چې دریور یې سوی دی.

دغه راز یوه بله امنیتي سرچینه وایي؛ یو رنجر موتر د چاودنې موخه ګرزیدلې، چې په کې د دوه پولیسو په ګډون څلور کسه ټپیان شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchimnzx23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته