کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ترافیکي پېښي ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جدی 1396 ساعت 15:56


د هلمند به ګرشک ولسوالۍ کي د ترافیکي پېښي له کبله ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.

د هلمند والي ویاند عمر ځواک وایي، چي د دوشنبې په ورځ ۱۱ بجې د ګرشک ولسوالۍ د کندهار اډې په سیمه کي یو سراچه موتر او ۳۰۴ دوله موتر ټکر کړی، چي له کبله  یې یو مسافر ژوند له لاسه ورکړی او ۴ نور ټپیان دي.

هغه زیاتوي پېښه د دواړو موتر چلوونکیو د بې احتیاطۍ له کبله را منځته شوې ده .

ځواک په ډاګه کړې، چې د پېښي ټپیان د ګرشک ولسوالۍ ایمرجنسي روغتون ته لیږدول شوي او اوس یې روغتیایي وضیعت ښه دی


د مطلب کود: 155716

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155716/د-هلمند-په-ګرشک-ولسوالۍ-کي-ترافیکي-پېښي-۵-کسانو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com