دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۲۳
د مطلب کود : 155741
هلمند ولایت کی ۷ تنه وسله والو وژل شوی دی
د هلمند ولایت چارواکی وایی، تېره شپه د اوم کنډک کمانډو ځواکونو په نهرسراج ولسوالۍ کې د هوايي ځواکونو په همکارۍ د وسله والو مخالفينو پر يوه مرکز چاپه وهلې ده، چې په ترڅ کې يې ۷ طالب جنګيالي وژل شوي، ۵ تنه زندانيان آزاد شوي او ۴ مشکوک کسان نيول شوي دي.


دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولایت مطبوعاتی دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی راغلی دی، دغه راز ۴۰ کيلو نشه يي توکي، ۳ عرادې کرولا موټرونه، ۴ عرادې موټرسايکلونه، ۳ فيره د راکټ مرمۍ، ۲ پايې آیکم مخابرې، ۴ فېره د هاوان مرمۍ، ۱ قاب د کلاشينکوف دوربين او يو شمېر نورو مهماتو سره يو ځای له منځه وړل شوي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.

https://avapress.com/vdci5wazzt1awy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته