کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میدان وردګ ولایت کی ۱۶ تنه جنګیالي وژل شوی دی

12 جدی 1396 ساعت 22:20

د میدان وردګ ولایت چارواکی وایی، د یاد ولایت کې افغان امنیتی ځواکونو عملیاتو د دولت د مخالفو وسله‎والو د ځپلو په موخه په لاره اچول شوي.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د میدان وردک ولایت پولیسو خبر شوی خبر پانه کی ویلی دی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتی ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د ۳طالب قومندانانو په ګډون ۱۶ طالب جنګیالي وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، دغه عملیات د ملي پولیسو، ملي پوځ، د ځانګړې قطعې او کمانډو له خوا ترسره کېږي.
خبر پانه ویلی دی، چې تراوسه په دغو عملیاتو کې د قاري یوسف، قاري مصطفي او قاري فرید په ګډون چې په پاکستان یې پوځي روزنې لیدلې وې ۱۶ طالب اورپکي وژل شوي او ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچینیو زیاته کړی، په یاد عملیاتو کې ۱۰ کلي د طالبانو له شتونه پاک شوي.
خو تر اوسه ددولت مخالفینو په دی اړه تبصره نه دی کړی.


د مطلب کود: 155807

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155807/میدان-وردګ-ولایت-کی-۱۶-تنه-جنګیالي-وژل-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com