دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۵:۵۸
د مطلب کود : 155853
جوزجان ولایت کی ۲۶ تنه داعشیانو وژل شوی دی
د جوزجان ولایت چارواکي وایي، د یاد ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې څه باندې ۵۰ تنه داعشیانو ټه مرګ ژوبله اوښتې ده.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، د جوزجان ولایت ځايي چارواکی سرګندوی، چې په یاد ولایت کې د افغان امنیتي او بهرنیو ځواکونو د ګډو هوايي بریدونو په پایله کې ۲۶ داعشیان وژل شوي دي.
د جوزجان امنیه قومندان فقیرمحمد جوزجاني په دې اړه ویلی دی، یو هوايي برید ترسره شو او داعش یوه ستره جرګه لرله او عملیات په بریالیتوب سره ترسره شول او ۲۶ داعش جنګیالي د هغوی د مشهورو قومندانانو په ګډون وژل شوي دي.
سرچنیو زیاتیوی، چې د یاد هوايي بریدونه د دوشنبې پر ماښام د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې هغه مهال ترسره شول چې داعش جنګیالي د علي خاني په کلي کې سره راغونډ شوي وو.
تر اوسه په دغو عملیاتو کې د ملکې تلفاتو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.
خو تر اوسه داعش دلي په دی اړه تبصره نه دی کړی.

https://avapress.com/vdccppqs12bqp48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته