دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۵
د مطلب کود : 155890
په غزنی کې سرتاسری نظامی عملیات شروع کیدنه
غزنی امنیتی چارواکې د طالبانو په وړاندی د طوفان صحرا په نامه نن پنجشنبه د لویو نظامی عملیات شروع کیدو څخه خبر ورکوی.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) خبرګزاری سره جنرال شعور ګل؛ د تندر قول اردو قومانده په جنوب شرق زون کې وویل: یو لوی عملیات د غزنې په مرکز او ولسوالیو کې د طالبانو د پایګاوو له منځه وړلو لپاره شروع سو.
شعور ګل زیاته کړه: په عملیات کی هوایی ځواکونه او ځمکنۍ ځواکونه حضور لری.
په همدی حال کې د غزنی ډیر اوسیدونکې او وکیلان دا عملیاتونه یو مضحک نمایش بولی.
غلام حسین چنګیز د غزنی ولایتی شورا یو غړۍ په دی اړه د افغان غږ خبری آژانس سره اړیکه کی وویل: څو ځلې داسی نمایشات د نظامی عملیاتونو تر نامه لاندی د غزنی په مرکز او ولسوالیو کی رامنځته سوی دی چی هیڅ مثبت نتیجه یی نه دی درلودلی او غزنی ولسوالیو او مرکز کې په امنیت کی هیڅ بدلون نه دی راغلی.
چنګیز وویل: که امنیتی چارواکی د طالبانو د ټکولو ادعا لری دا څنګه ټکونه ده چی غزنی ښار حتی د طالبانو په کنترول کې دی او طالبان د غزنی اوسیدونکو څخه عشر او مالیه راټولوی.

https://avapress.com/vdcdnk0fzyt0kj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته