کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

میدان وردګ او غزنی ولایتونو له برښنا ۶۰ زره کورنې برخمنې شي

15 جدی 1396 ساعت 7:41

د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا مزي د لېږد پروژه د کابل له ارغندۍ میدان وردګو او له هغه ځایه د غزني تر ښاره د پنجشنبه د ولسمشر له خوا ګټې اخیستو ته وسپارل شوه.



د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، افغان ولسمشر نن ورځ د یاد پروژي د ګتي اخیستي په مراسمو کې وویل، چې یاد ولایتونو ته د برښنا د پروژې له انتقال سره به په میدان وردګ او غزنی ولایتونو کې زرګونه کورنۍ له برښنا برخه‌مندې شي.
محمد اشرف غنی زیاتیوی، هیواد اوس د سیمې د هېوادونو ترمنځ د برښنا د ټرانزیت په مرکز د بدلېدو په حال کې دی.
د میدان ورک ولایت د سید اباد ولسوالۍ له لارې د ۱۱۰ کیلومټرو په اږوږدوالي د ۲۲۰ کلیو ولټه برېښنا د مزي چارې څو ځله د ناامنیو له امله وځنډې او څو ځله هم دغه مزی پری شوی خو بلاخره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې پروژې پرانستلو سره به په وردګو او غزني ښار کې له برېښنا شاوخوا ۶۰ زره کورنۍ برخمنې شي.
په ځان بسیاینه، له کورنیو منابعو ګټه اخیستل، له برښنا څخه د ګټې اخیستنې په برخه کې د ولایتونو ترمنځ تعادل، د برښنا د بیو کموالی، د برښنايي پروژو د امنیت تأمين، اداري اصلاحات او د فساد له‌منځه وړل هغه هڅې دي چې افغان ولسمشر پرې ټینګار کوي.
د یاد پروژو په پایله کې به د غزني او میدان اوسېدونکي له ازبکستانه له وارداتي برېښنا برخمن شي.


د مطلب کود: 155900

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/155900/میدان-وردګ-او-غزنی-ولایتونو-له-برښنا-۶۰-زره-کورنې-برخمنې-شي

آوا
  https://www.avapress.com