د کابل ښار د داعش ډلې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
کابل ښارکی برید شوی دی
15 جدی 1396 ساعت 23:24
د کابل ښار د داعش ډلې د ترهګریزو بریدونو په پایله کې ۲۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، ویلکږی چی د یاد حملې اکثره قربانیان د ملي پولیسو غړي دي.
له دغه حملې څو ساعته وروسته داعش په اعماق ویبپاڼه کې ادعا وکړه چې د دوی یوه انتحارکوونکي دا برید کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه ویلی، په دې وروستیو کې د دښمن تمرکز پر کلتوري، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو دی، امنیتي بنسټونه به هم خپل پروګرامونه تطبیق کړي.
د پېښې شاهدان وايي، انتحاري حمله کوونکي د پولیسو یا ملي اردو یونیفورم اغوستی و. د دوی په وینا ځانمرګی پولیسو ته ځان ورنژدې کړ چې د مخدرو موادو او الکولو د کاروباریانو پر ضد په عملیاتو بوخت ول.
پولیسو ته د زیاتې مرګ ژوبلې د علت په اړه ویل شوي چې زیات پولیس په سیمه کې د دې ځای پر ځای شوي و چې که دوکانداران مقاومت وکړي، نو د هغوی د اعتراض او مظاهرې مخه ونیسي.
د یاد تروریستی حملې مسوولیت داعش دلي په غاړه واخیست.
د مطلب کود: 155919