دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۵
د مطلب کود : 155988
د کنړ په څوکۍ کې د داعش او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته شوې

د کنړ ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي د دغه ولایت څوکۍ ولسوالۍ په چمبیل سیمه کې د افغان ځواکونو او داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.

د کنړ د والي ویاند محمد غني مصمم د دې خبر په تایید سره ویلي دا نښته نن یکشنبې سهار پيل شوې او لاهم روانه ده.

ښاغلي مصمم وویل په دې نښته کې تردې دمه ۱۵ داعشیان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

بله خوا د کنړ د عامې روغیتا د روغتون مشر ډاکټر عزیز الرحمان ساپي ویلي چې له سیمې څخه درې مړي او نهه ټپیان روغتون ور انتقال شوي، چې ټول یې د ملي اردو او سیمه ییزو پولیسو سرتیري دي.

کنړ د هیواد په ختیځ کې له پاکستان سره پر پوله پروت ولایت دی چې وسله وال مخالفین یې په ځینو سیمو کې حضور لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbwsb8wrhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته