خوښ ديک ۰

طالبانو د فاریاب پر کوهستان ولسوالۍ برید کړی

طالبانو د فاریاب پر کوهستان ولسوالۍ برید کړی

سیمه ییزو چارواکو د فاریاب ولایت پر کوهستان ولسوالۍ او درې نورو اړوند کلیو د طالبانو له برید خبر ورکړی دی.

د فاریاب ولایت د کوهستان ولسوال عبدالرحمن پناه ویلي، چې طالبانو د د دغې ولسوالۍ د غرب او جنوب له لوري پر ولسوالۍ برید کړی او ولسوالۍ ته پر نږدې درې  نورو اړوند کلیو نښته روانه ده.

د ښاغلي پناه د څرګندونو له مخې؛ تر دې دمه په دې نښته  د جومات یو ملا او د کماندو ځواکونو یو سرتېری وژل شوي؛ دوه ماشومان، دوه میرمنې او د سیمه ییز پاڅون ۴ ځواکونه ټپیان شوي دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو امنیتي چارواکو په شمال او شمال خییځ زون  کې د ۲۶ مخالفو وسلوالو له وژلو خبر ورکړی او وایي، د فاریاب ولایت د ناامنو کلیو د پاکولو پوځي عملیات روان دي.

د فاریاب پولیسو ویاند عبدالکریم یورش په فاریاب ولایت کې پر څو پوستو د طالبانو د شپنیو بریدونو له پرشا تمبولو خبر ورکړی او زیاتوي؛ امنیتي ځواکونه هڅه کوي، چې د فاریاب ولایت په نورو سیمو کې هم د طالبانو ځالې له منځه یوسي.

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکي دا هم وایي، چې ډېر نور ځواکونه د کوهستان ولسوالۍ ته لیږل شوي او طالبان لسګونه کیلو متره پر شاه تمبول شوي دي.

د یادونې وړده، چې د فاریاب ولایت اړوند لیرې پرتې سیمې له تېرو څو کلونو راهیسې ناامنه دي او د اړوند سیمو خلک له بېلابېلو ستونزو سره مخ شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
دوشنبه ۱۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۰۸
د مطلب کود: 156044 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *