دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۹
د مطلب کود : 156132
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د نوي سفیر پیغام

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو نوي سفیر ښاغلي جان بس په افغانستان کې خپل نوې ماموریت له پیل سره سم له افغان حکومت او ولس سره د امریکا متحده ایالاتو ژمنې تازه کړه.

نوموړی په یوه بیان کې لیکلي، چې زه جان بس یم او ویاړم چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د نوي سفیر په توګه ګومارل شوی یم. نږدې دری لسيزې وشوې چې د یوه ډیپلوماټ په توګه خپل هېواد ته د چوپړ ویاړ را په برخه دی، ډېر خوښ يم چې په دغه ښکلي هېواد کې د متحده ايالاتو استازيتوب کوم.

نوموړی زیاته کړه، چې زه د دغې ټولنې د ټولو وګړو سره همکارۍ ته چمتو يم، که د حکومت د ننه وي يا بهر، تر څو د ټولو افغانانو لپاره یوه سوله ایزه، خوندي او سوکاله راتلونکې برابره کړو. او په دې توګه تاسو وکولای شئ چې د خپلو کورنيو سره په سوله کې ژوند وکړئ او د پرمختګ پړاوونه بشپړ کړئ.

هغه وویل، چې زمونږ کار تر ډېره ننګوونکی دی، خو د یو بل په مرسته کولای شو ورباندې برلاسي شو. زه د سولې او امنیت د ښه والي، د سوداګرۍ او د اقتصاد د پراختیا د زياتوالي، د فساد او د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره زمونږ د ستراتیژیکې ملګرتیا ټينګښت ته ژمنه لرم. زه د پوهنې، جنسیتي برابرۍ، بشري حقونو او د قانون پلي کېدو د ښه والي په برخه کې هم زمونږ ګډو هڅو ته ژمن یم.

د ښاغلي بس په وینا، زه هیله مند یم چې ستاسو سره د خپل حکومت د شریک په توګه ليدنې کتنې او همکاري وکړم، تر څو خپلو ګډو موخو ته ورسېږو.

هغه وویل «زه او زما میرمن هولي ستاسو د تاوده هرکلي څخه مننه کوو. مونږ دواړه هیله مند یو چې د افغانستان د نوموتې میلمه پالنې، رنګارنګۍ او بډای افغان دود او فرهنګ څخه برخمن شو.»

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcds90fxyt0kf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته