دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۰ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۲:۳۷
د مطلب کود : 156188
داعش د پاکستان له لارې تمویل او تجهیزيږي
د دفاع وزارت مرستیال ویاند جنرال وزیري وايي، د داعش په نوم د وروستیو میاشتو حملې حقاني شبکې د پاکستان د آی ایس آی په ملاتړ کړي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، دافغانستان د دفاع وزارت ویاند مرستیال ویاند جنرال وزیری سرګندوی، داعش د نورو ترورېستي ډلو په څېر د سیمې او په ځانګړې توګه د پاکستان د استخباراتو په اشاره په افغانستان کې فعالیت کوي. ویلکږی، داعش د پاکستان له لارې تمویل او تجهیزېږي او کله چې هر ترورېستي ګروپ په افغانستان کې ترورېستي عمل ترسره کوی. د یاد وړدی، وروستۍ هغه ‌یې په کابل کې د تبیان پر فرهنګي مرکز حمله وه چې له کبله‌يې ۵۲ تنه ووژل شول او له ۹۶ ډېر ټپیان شول. دوی وایی، د داعش د افغانستان او پاکستان څانګه په ۲۰۱۴ م کال فعاله شوه او اکثره غړي یې پخواني طالبان او د افغانستان، پاکستان او منځنۍ اسیا د جهادي ډلو دي. داعش دلي په افغانستان کې د سیمې د استخباراتو په لارښوونه د خونړیو حملو مسؤلیت په غاړه اخلي.
https://avapress.com/vdcevp8zvjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته