دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۳
د مطلب کود : 156200
وسله والو په نورستان کې د سړک جوړونې شرکت یو کار کوونکی وژلی

 نورستان نورګرام ولسوالۍ کې نا پېژاندو وسله والو د سړک جوړونې شرکت یو کار کوونکی وژلی او دری نور یې ټپیان کړي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقیوم نن پنجشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د منډول ولسوالۍ د سړک جوړونې شرکت کار کوونکي تېره ورځ له کار نه وروسته لغمان ولایت ته روان و چې د نورګرام او دواب ولسوالیو ترمنځ د سړک په اوږدو کې ورته کمین نیول شوی او د برید په نتیجه کې یو تن وژل شوی او دری ټپیان دي.

والي وایي، ټپیان د درملنې لپاره روغتو ن ته رسول شوي دي.

تر اوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjymevyuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته