دخپریدو نیټه :شنبه ۲۳ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۹
د مطلب کود : 156318
سرچینه: د حزب اسلامي په وساطت د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پيلېږي

تمه ده چې د حزب اسلامي په وساطت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې په ترکیه کې پیل شي.

په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو په دوام دا ځل حزب اسلامي غواړي چې د افغان حکومت او طالباتو ترمنځ د سولې د خبرو وساطت وکړي.

د حزب اسلامي یوې باوري سرچینې ازادي راډیو سره په خبرو کې دا تأیید کړه چې په ترکیه کې به د دوی په وساطت د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې وشي.

یاده سرچینه چې د موضوع د حساست له کبله نه غواړي نوم یې واخيستل شي، هیله یې وښوده چې ترسره کېدونکې خبرې به ښه نتیجه ورکړي.

د افغانستان د سولې عالي شورا بیا د دغې موضوع د رد او یا تأيید پرته ازادي راډیو ته وویل، له طالبانو سره اړیکې موجودې دي.

د د غې شورا د بهرنیو اړیکو سلاکار اسماعيل قاسمیار وايي، دوی له هرو هغو هڅو چې په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره مرسته وکړي، هرکلی کوي.

نوموړي زیاته کړه: "دا چې حزب اسلامي له ځینو ډلو سره په تماس کې دی او یا هم پرې نفوذ لري او غواړي له دغه نفوذه استفاده وکړي، موږ ترې هرکلی کوو، ځکه عمومي هدف چې هغه د یوې عادلانه او باعزته سولې ټینګښت دی، یو دی."

له طالبانو سره د سولې د خبرو هڅې کومه نوې خبره نه ده، خو دا لومړی ځل دی چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند له خوا کوم چې له کلونو مخالفت ورسته یې حکومت سره سوله وکړه او د وسله والو طالبانو او افغان حکومت د سولې په برخه کې یې رول ډېر اغېزمن ګڼل کېدو، په دې برخه کې د وساطت خبره کېږي.

تېره اوونۍ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار هم یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې که په حکومت کې د طالبانو د جذب ظرفیت موجود وي، ځینې ډلې یې غواړي چې له حکومت سره سوله وکړي.

طالبان بیا دا ډول راپورونه بې بنسټه ګڼي.

ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند معرفي کوي ازادي راډیو ته ویلي چې داشان هڅې د دوی پر وړاندې د دسیسو یوه برخه ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا هم په دې اړه بې خبري ښيي.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا د حزب اسلامي په وساطت په ترکیه کې کېدونکو خبرو ته خوشبین دي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه خالد سادات وایي:

"په ترکیه کې له طالبانو سره خبرې د سولې د ټینګښت لپاره د افغان حکومت د عملي سیاست تګلاره بیانوي چې زه فکر کوم، یو ښه پیل کېدای شي."

د ښاغلي سادات په خبره، ښايي په افغانستان کې د سولې د خبرو بریا دومره ژر ممکن نه وي، خو په خبره یې چې په دې برخه کې د هر لوري او هرې ډلې هڅې د قدر وړ دي چې ولس باید ترې ملاتړ وکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjvmevouqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته