دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۷
د مطلب کود : 156376
مشرانو جرګې د افغانستان د فضايي حریم قانوني طرحه ومنله

مشرانو جرګې د افغانستان له فضايي حریم څخه د بهرنیو پوځي الوتکو د تګ راتګ قانوني طرحه ومنله.

مشرانو جرګې د یکشنبې پر ورځ(د مرغومي ۲۴) د بهرنیو هېوادونو د پوځي او نورو الوتکو د الوتنې د تنظیم د قانون طرحه، چې د ولسمشرۍ لخوا ملې شورا ته رسیدلې وه؛ د ولسي جرګې له تصویب وروسته په اجندا کې ونیول شوه.

د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د دغې قانوني طرحې له پلي کیدو سره به د هېواد فضايي حریم اداره غښتلې او منظمه شي او بهرنۍ الوتکې به په خپل سر په فضايي حریم کې د الوتنې اجازه ونلري.

د مشرانو جرګې د کورني امنیت کمیسیون رییس  محمد هاشم الکوزی وایي، دغه طرحه د ولسمشر په تقنیني فرمان کې، چې د ولسي جرګې لخوا تصویب شوې؛ د کورني امنیت کمیسیون له تائید وروسته د مشرانو جرګې یو شمېر نورو کمیسیونونو هم تائید کړې ده.

د مشرانو جرګې یو شمېر نورو غړیو بیا دغې طرحې ته مخالفې رایې ورکړې دي.

د مشرانو جرګې غړی محمد رحیم حسنیار په دې قانون کې یو لړ ستونزو اندېښمن کړی او وایي، دغه قانون ستونزې لري که یې تائید کړو؛ هېواد به مو ورسره زیانمن شي.

د مشرانو جرګې غړې نجیبه حسیني د دغې طرحې په اړه وایي، چې په افغانستان کې د ناتو الوتکو ته په کې ان یوه نغوته(اشاره) هم نه ده شوې.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار خوښي ښي او وایي، چې له دې وروسته به د افغانستان له فضایې حریم څخه بهرنۍ الوتکې په قانوني بڼه تېریږي؛ خو ټینګارکوي، چې د افغانستان هوایې واک هم باید د حکومت په لاس کې وي.

په پاې کې د پوځې الوتکو او نورو الوتکو د الوتنې د قانون تنظیم په اړه د ولسمشر د تقنیني فرمان طرحه په څلور فصلونو او اویشت مادو کې د رایو په اکثریت تائید شوه؛ خو دغې طرحې ته مشرانو جرګې پېنځه مخالفې رایې ورکړې دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd590f9yt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته