دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۰۹
د مطلب کود : 156383
غزنی والی: طالبان د معادن د ایستلو توان نه لری
کریم متین؛ د غزنی والی د هغه ګزارشونو په غبرګون چی طالبان په دی ولایت کې د معدنونو غیری قانونی استخراج په حال کې دی، وایی چی طالبان د معادن استخراج تخنیکی او مالی توان نه لری.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، غزنی والی، د جدی ۲۴ یکشنبه په ورځ په یو خبری ناسته کې وویل: په غزنی کې د ۷۸ په شاوخوا معادنونه تثبیت سوی دی چی قیمتی ډبرو لکه سره زر، ګاز، تیل او اورانیم درلودونکی دی. ښاغلی متین وویل: موږ د هیواد معادن او صنایع وزارت ته مو وړاندیز کړی دی چی په غزنی کې د ځینو معادنونو اسخراج نه دی عملی سوی، په راتلونکی کال کې شروع سی. د غزنی والی د معادنونو غیری قانونی استخراج په اړه د طالبانو له لوری، وویل: داسی وویل چی طالبان د معادنونو د ایستلو لپاره تخنیکی او مالی توان نه لری او د معادنونو استخراج مالی او تخنیکی وسایلو ته اړتیا لری. د هغه په وینا، که طالبان د معادنونو ځینو موادو ته چی ډیر لاندی نه دی، لاسرسی پيدا کړی خو هیواد نه دباندی ایستل به ورته ډیر لګښت ولری.
https://avapress.com/vdcbw0b8frhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته