دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 156390
د بلخ مامورینو ته به د حیرتانو له عوایدو امتیازات ورکړم- نور

عطا محمد نور، چې ځان د بلخ برحاله والي ګڼي وايي؛ که یې کابل د اجراتو مخه ونیسي، د مامورینو معاشونه به د حیرتانو له عوایدو اجرا شي.

عطا محمد نور په بلخ کې یو ځل بیا په ډاګه کړه، چې ارګ ته د جمعیت لخوا د سپارل شوي سند عملي کیدل غواړي.

ده وویل، چې د ارګ او جمعیت تر منځ د سپارل شویو سپارښتنو د هوکړې تر وخته پورې د بلخ برحاله والي دی او هیڅوک یې مخه نه شي نیولی.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، چې عطا محمد نور له دندې ګوښه شوی او اجرات یې قانوني ندي.

نور د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته خبرداری ورکوي، چې په لویو سیاسي مسایلو کې دې نه غږیږي.

شاوخوا یوه میاشت مخکې ولسمشر د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور استعفا لاسلیک کړه او انجنیر داوود یې د بلخ د نوي والي په توګه وټاکه؛ خو ښاغلی داوود تر اوسه په کابل کې دی. حکومتي سرچینې که څه هم د انجنیر داوود د معرفي کیدو مشخصه نېټه نه اعلانوي؛ خو له یوې میاشتې راهیسې وايي، چې د ناندیو له پای ته رسیدو سره سم به نوی والي معرفي شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhmevyuqeitz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته