سیمه ییز چارواکي وایي، د سمنګان ولایت پولیسو په یو لړ ځانګړیو عملیاتو کې د طالبانو پوځي مسوول صالح محمد مشهور په مولوي شاه نیولی دی.
د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند منیر رحیمي آریانا نیوز ته څرګنده کړې؛ د طالبانو دغه پوځي مسوول هغه مهال له خپلو درې ملګرو او ۵۰۰ کیلو ګرامه چاودیدونکیو توکو سره ونیول شو، چې غوښتل یې دغه توکي د دې ولایت مرکز ته ولیږدوي؛ خو په دره صوف پایین ولسوالۍ کې ونیول شول.
ښاغلي رحیمي زیاته کړې، چې د دغو چاودیدونکیو توکو په نیولو مو د څو خونړیو چاودنو مخه نیولې ده.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د طالبانو پوځي مسوول مولوي شاه له امنیتی ځواکونو سره نه یوازې په سمنګان کې، بلکې د بغلان ولایت د دهنه غوري او چمه شیر ولسوالیو په نښتو کې برخه لرلې ده.