دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۷ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۰
د مطلب کود : 156554
د افغانستان د کرېکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې سریلانکا ته ماتې ورکړه

د هېواد د کرېکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د نړیوال جام سیالیو په خپله دویمه لوبه کې سریلانکا ته ماتې ورکړه.

په دغې لوبه کې د هېواد ملي لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو له سوځېدو سره ۲۸۴ منډې جوړې کړې.

خو د دغې لوبې په دویمې پاڼۍ کې د باران د اورېدو له امله هدف او اورونه راکم کړل شول چې اورونه ۳۸ ته او د افغان لوبډلې له خوا ورکړل شوی هدف هم ۲۳۵ ته راټیټ کړل شو.

اخوا سیاله لوبډله ونه توانېده چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او په ۳۸ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېدل چې یوازې ۲۰۲ منډې جوړې کړي.

افغانستان د دغو سیالیو په ډي ګروپ کې ځای لري او تراوسه دوه بریاوې لري.

دا په داسې حال کې دی چې د هېواد ملي لوبډلې په خپله لومړی لوبه کې د پنځو ویکټو په توپیر سره پاکستان ته ماتې ورکړې ده.

افغانستان د ۲۰۱۶ کال په نړیوال جام کې د وروستي پړاو ګټونکی شوی وه چې په هغه مهال راشدخان هم د دغې لوبډلې مهم غړی وه.

له ۲۰۰۲ او ۲۰۱۰ زیږدیزو کلونو راهیسې دا درېیم ځل دی چې د ۱۹ کلنو د کرېکټ نړیوال جام سیالۍ په نوي زیلانډ کې ترسره کېږي.

https://avapress.com/vdcbs0b8arhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته