دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۲۲
د مطلب کود : 156568
د سولې خبرو د پیل په هکله د طالبانو مشر ملا هبت الله پرېکړه

د راپورونو له مخې، د افغان وسله وال طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازه د سولې د خبرو د پیل په هکله د مذاکراتو په خاطر د طالبانو یو پلاوی اسلام اباد ته استولی دی.

د طالبانو په لیکو باوري سرچینې رویټیرز خبرې اژانس ته ویلي، چې د سولې خبرو د پیل په هکله د خبرو په موخه د طالبانو پلاوی د روان اوونی په پیل کې اسلام اباد ته سفر کړی خو د پرمختګونو په اړه معلومات په لاس کې نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په هکله د افغان چارواکو او طالبانو استازو ترمنځ یوه غیر رسیمې ناسته په ترکیه کې جوړه شوی وه.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاد له دې وړاندې ویلي وو چې «په ترکیه د اسلامي امارت د استازو لخوا په اصطلاح د مذاکراتو په ناسته کې د ګډون راپورونه حقیقت نه لري. موږ نه هلته کوم استازی استولی او نه هم هلته ګډونوال د اسلامي امارت استازیتوب کولای شي.»

د ارګ ماڼي ویاند شاه حسین مرتضاوي هم د ترکیې ناستې په هکله ویلي وو، چې هغه کسان چې په ترکیه کې د طالبانو له غړیو سره کتلي دي، د افغانستان له حکومت څخه نمایندګي نه کوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په استازیتوب همایون جریر ویلي وو چې په ترکیه کې له طالبانو سره غونډه غیر رسمي وه خو دغه غونډه د رسمي مذاکراتو د پیل لپاره زمینه برابره کړې ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg339q7ak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته