دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۹
د مطلب کود : 156773
چارواکي: د هرات په ګلران کې د ماين چاودنې ٨ ملکيان وژلي

د هرات ولايت چارواکي وايي، په ګلران ولسوالۍ کې نن د ماين په چاودنه کې ٨ ملکيان وژل شوي او يو تن ټپي دى.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالاحد ولي زاده ته وويل، دغه کسان په يوه سراچه ډول موټر کې له ګلران ولسوالۍ څخه د هرات پر لوري روان وو چې موټر يې پر ماين وربرابر شو.

دی وايي:

"له بده مرغه د دغه ماين په چاودنه کې زموږ ٨ هېوادوال وژل شوي، يو تن سخت ټپي شوى دى. وژل شوي او ټپي کس ملکيان دي."

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، دغه ماين د دولت د وسله والو مخالفینو له خوا ځاى پر ځاى شوى و.

چا د دې حملې مسؤليت نه دى منلى.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefp8zxjh8nfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته