د احمدشاه مسعود د بنسټ مشر احمد ولي مسعود وایي د حکومت او د جمعیت اسلامي اجرائیه رئیس عطا محمد ترمنځ رامنځته شوې لانجه یواځې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړې له پلي کولو سره حل کیدای شي.
نوموړی نن په مزار شریف ښار کې په یوه غونډه کې د وینا پر مهال پر ملي یووالي حکومت مشرانو نیوکه وکړه، چې د ملي یووالي د سیاسي هوکړې په پلي کولو کې پاتې راغلي دي.
ښاغلي مسعود همداشان د حکومت پر مشرانو تور پورې کړ چې د راتلونکو ټاکنو د ترسره کولو لپاره جدي هوډ نه لري او د خپل سیاسي رقیبانو پر وړاندې د لرې کولو تګلاره غوره کړي.
هغه وویل، چې د ملي یووالي حکومت ځینو کړیو د خلکو هوډ یرغمل نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملي یووالي حکومت او ښاغلي نور ترمنځ د بلخ سیمه ییز حکومت د مشرتابې پر سر له کابو یوه میاشتې راهیسې رانجې روانې دي.
ښاغلي نور وایي د ملي یووالي حکومت مشران نه شي کولې دی له دندې ګوښه کړي.
نوموړی ټینګار کوي چې د بلخ د والي په توګه خپل کار ته ترهغه به دوام ورکړي چې د جمعیت اسلامي ګوند په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.