دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 156866
په کابل کې د یوناما دوه کارکوونکو لاپته کیدو او وژل کیدو په اړه تازه جزئیات
نن سهار، په کابل کې د سازمان ملل معاومت هیآت یو کارکوونکې د کابل په ۱۷ ناحیه کې وژل شوی او یو ددی نهاد یو ښځینه کارکوونکیه، تښتول شوی ده.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، بصیر مجاهد؛ د کابل پولیسو ویاند د رسنیو سره په خبرو کې ددی خبری په تایید سره ویلی دی چی دواړه کارکوونکې د افغانستان اوسیدونکې دی. ښاغلی مجاهد زیاته کړی چی ددی ښځې د لیږد موټر نن سهار د ۶:۱۰ بجو په شاوخوا د خورشید تیل تانک ترشا د کابل خیرخانه کوتل په سیمه کې د یوناما یو کارکوونکې جسد سره پیدا شوی دی. ښاغلی مجاهد وویل: ددی احتمال شته چی دا ښځه د خپل دریور له لوری کوم نامعلوم سیمی ته لیږدول شوی وی. هغه زیاته کړه چی یو ټیم د یوناما څخه ددی قضیه د څیړلو لپاره د داخلی وزارت سره همکاری کوی، ویلی دی چی وژل شوی کس باید په دی وخت کښی په دی موټر کې نه وای، دا چی ولی وو، وروسته به روشانه شی. خو د داخلی وزارت ویاند معاون ویلی دی چی دا ښځینه کارکووکې د خپل کوچنی سره تښتول شوی دی. شاهدان رسنیو ته ویلی دی چی دا ښځه هغه وخت چی خپل کوچنی مکتب ته رسول، تښتول شوی دی. د کابل پولیس ویاند وویل چی ددی پيښی څیړنه شروع شوی دی او یو ټیم د یونامام څخه د داخلی وزارت سره مرسته کوی ترڅو ددی پیښی جزئیات روشانه شی.
https://avapress.com/vdch--nz-23nm6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته