کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امريکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې په را روان پسرلي کې افغانستان ته نور ١٠٠٠ سرتېري راواستوي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1396 ساعت 14:28


د امريکا دفاع وزارت په پام کې لري، چې په را روان پسرلي کې افغانستان ته نور ١٠٠٠ سرتېري راواستوي.

امریکايي رسنیو د لوړپوړیو پوځي چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې، چې له دغو سرتېرو سره به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر ۱۵ زره ته ورسېږي.

د دغه هېواد دفاع وزارت ویلي، چې د ځواکونو د ډېرول د هغې تګلارې یوه برخه ده، چې د طالبانو پرخلاف له افغان ځواکونو سره زمونږ ملاتړ نور هم پیاوړی شي.

د دغه وزارت په خبره؛ د دې تګلارې له مخې نوی جګړه ییز جوړښت رامنځته کیږي، چې د بېلابېلو برخو سرتېرو او افسرانو ته به د ګډ کار زمینه برابره کړي.

پنتاګون غوره ګڼلې، چې د اغېزمنو عملیاتو د ترسره کولو لپاره د افغانستان لیرې پرتو او په جګړه کې ښکېلو سیمو ته د خپلو جنګي سلاکارانو نوې ډلې ولیږي.


د مطلب کود: 156903

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156903/د-امريکا-دفاع-وزارت-په-پام-کې-لري-چې-روان-پسرلي-افغانستان-ته-نور-١٠٠٠-سرتېري-راواستوي

آوا
  https://www.avapress.com