په پکتیکا کې سل ښځې او دوه سوه نارینه له شپږ میاشتني حرفوي کورسهفارغ او د کار وسایل او د فارغېدو سندونه یې تر لاسه کړل.
د پکتیکا د کار او ټولنیزو چارو رئيس غلام رحمان همدرد وویل، یاد پروګرام د ملي پیوستون د پرمختیايي پروګرام په چوکاټ کې د ۹۶ لکه افغانیو په لګښت د ۳۰۰ کسانو لپاره پلی شو.
د ده په وینا چې دغو ۳۰۰ کسانو د خیاطۍ، ګلدوزۍ، نلدوانۍ، ترکاڼۍ، برښنا، د موټرسایکلو د ترمیم او د ټيلیفون جوړونې په برخو کې زده کړې کړې دي.
د پکتیکا چارواکي وايي چې فارغو کسانو هغه کسبونه زده کړي چې په ازاد بازار کې ورته اړتیا ډېره ده او دوی لاس په لاس د ځانونو لپاره شخصي کارونه پیلولای شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)