کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سیگار د افغانستان وسله والې قواوې د بشري حقونو نه په سرغړونه تورنې کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 دلو 1396 ساعت 20:51


د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو سرمفتش سیگار وایي افغان پوځ او پولیسو د ٢٠١٠ نه تر ٢٠١٦ پورې شاوخوا ۷۵ له بشري حقونو څخه سرغړونه کړې چې وژنې، شکنجې او پر ماشومانو جنسي تیري په کې شامل دي.

خو سیگار وايي د امریکا حکومت ددې رپوټونو سره سره ددغو ځواکونو تمویل ته دوام ورکوي. سیگار دغه رپوټ تیر کال کانگرس ته وسپاره، خو نن د سه شنبې په ورځ په رسنیو کې خپور شو.

په ٢٠١٥ کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کې په کوچنیو هلکانو باندې جنسي تیري یوه نه کنترولیدونکې ستونزه گڼلې وه او ددې رپوټ په غبرگون کې د امریکا د کانگرس نژدې ١٠٠ غړیو له سیگار وغوښتل چې په دې اړه پلټنې وکړي.

د سیگار په نوي رپوټ کې د ٧٥ پیښو څخه ٢٢ یې محرمې وې چې نشي په ډاگه کیدای او د بشري حقونو څخه د سترو سرغړونو په ۴٦ نورو پیښو کې له محاکمې پرته وژنې او د بندیانو شکنجه کول شامل دي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو د سرمفتش پلټنو موندلي چې د امریکا پوځ د بشري حقونو په دغو سرغړونو خبر دی د افغان حکومت له لورې د قانوني پلټنو ملاتړ کوي.

په امریکا کې د موجودو مقرراتو له مخې که معتبر شواهد موجود وي چې د کوم بهرني هیواد پوځ یا پولیس د بشري حقونو نه په سترو سرغړونو کې ښکیل وي، د امریکا د دفاع او د بهرنیو چارو وزارتونه له دغو قواو سره له مرستې کولو منع کوي.

د افغان امنیتي قواو د واحدونو له خوا د سرغړونو په اړه د شواهدو سره سره د امریکا د دفاع وزارت ځانگړي مقررات ایجابوي چې د امنیتي ضرورتونو په اساس تر ډیره حده خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د سیگار رپوټ کانگرس ته وړاندیز کړی چې د امریکا د دفاع وزارت نه وغواړي چې افغانستان ته په خپلو مرستو غور وکړي.

په ٢٠١٧ کال کې پنتاگون د سیگار ددغو څرگندونو سره مخالفت وکړ چې گواکې د افغان امنیتي قواو سره مرسته ددې وزارت د ضرورتونو په اساس مقررات نه ایجابوي. خو د نومبر په میاشت کې د سنا مجلس د تخصیص کمیټې د ٢٠١٨ کال د مرستو نه دغه مقررات وایستل.

رپوټ د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې ویلي چې دوی په دې باور ندي چې "دغه ټولې ٧٥ پیښې دې په ماشومانو باندې جنسي تیري او نورې لوی سرغړونې بیان کړي چې په افغانستان کې شوي دي".

رپوټ وایي په داسې حال کې چې "د دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو پر ماشومانو باندې د جنسي تیریو د پیښو د پلټنو په اړه گامونه پورته کړي، د افغان امنیتي ځواکونو له لورې پر ماشومانو باندې د جنسي تیري د پیښو بشپړه شمیره به هیڅکله هم څرگنده نه شي".

د ٣٧ کسانو او سازمانونو له جملې نه چې سیگار ورسره ددې رپوټ په خاطر خبرې کړي ویلي دي چې "پر ماشومانو باندې د جنسي تیریو او یا نورو ناوړه استفادو د پیښو نه خبر دي". سیگار همداشان د ١٦ تنو امریکایي منصبدارانو سره چې په افغانستان کې خدمت کوي او یا یې کړی دی هم د افغان پوځ او پولیسو په لیکو کې د ماشومانو د جنسي تیري د پیښو په هکله خبرې کړې دي. څلور تنه یې پر ماشومانو باندې د جنسي تیري د پیښو په هکله په مستقیمه خبر وو، خو هیڅ یو یې ددې پښو په اړه هغه وخت رپوټ ندی ورکړی.

د افغانستان د دفاع او داخله چارو وزارتونو هم د ٢٠١٧ کال په دسامبر کې د ملگرو ملتونو سره په هم آهنگۍ په وسله والو جگړو کې د ماشومانو د محافظت او د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو اعمالو د مخنیوي نوې پالیسي غوره کړې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال ویاند محمد رادمنش ددې رپوټ په غبرگون کې د امریکا غږ سره په مرکه کې وویل "مونږ د اخلاقي سرغړونو په اړه چې ډیر کم ورسره مخامخ شوي یو د تورونو کسانو په وړاندې ډیر جدي برخورد شوی دی، چې له جنرال نه نیولی تر سرتیري پورې کسان محاکمه او بندیان شوې دي". د ښاغلي رادمنش په وینا ددغو محکوم شویو کسانو یو کم شمیر یې په ماشومانو باندې د تیري په پیښو کې ښکیل وو، خو اکثریت پیښې د فساد اړوند جرمونه دي.

ښاغلي رامنش زیاته کړه چې د افغانستان په دفاعي ارگانونو، د دفاع وزارت په قرار گاه او لوی درستیز کې په دې هکله خورا جدي اقدامات کیږي او مونږ جدي څارو چې دا ډول پیښې رامنځ ته نشي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نکلسن د تیر کال د نوامبر په میاشت کې قواو ته نوي مقررات اعلان کړل چې دغه ډول پیښې وپیژني او رپوټ ورکړي.


د مطلب کود: 156942

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/156942/سیگار-د-افغانستان-وسله-والې-قواوې-بشري-حقونو-نه-په-سرغړونه-تورنې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com