دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 156986
هلمند کې ځانمرګي بریدګر او هاموې ټانک لمنځه یوړل شول

په سویل هلمند ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، نن دغرمې وروسته په مارجې ولسوالی کې یو ځانمرګي برید موخې ته تر رسېدو مخکې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو.

د هلمند ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د مارجې ولسوالۍ غرب لوري ته د پوځي عملیاتو سیمې ته څېرمه امنیتي ځواکونو یو حاموې ټانګ، چې پر چاودېدونکو توکو بار وو له منځه وړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې وسله والو مخالفینو چې پدې عملیاتو کې سخته ضربه خوړلې، غوښتل يې چې ددې جارج شوې حاموې ټانګ په مټ پوځي عملیات له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، خو د کشفي راپورونو په اساس امنیتي ځواکونو خبر درلود او ورته يې تدابیر نیولي وه، بېلاخیره د تریخ ناور څخه د غرب پر لور سیمه کې یاد ټانګ معلوم او محاصره شو،چې د امنیتي ځواکونو د درنو وسلو بریدونو په ترڅ کې په چاودیدونکو توکو بار دغه ټانګ ته چاودنه ورکړل شوه او موخې ته تر رسیدو وړاندې له منځه یوړل شو.

د ولایت مقام په وینا، په یاد ټانګ کې يو ترهګر هم وژل شوی دی او امنیتي ځواکونو ته هيڅ زیان نه دی اوښتی.

چارواکي وایي، په مارجې ولسوالۍ کې د روانو پوځي عملیاتو له مخې د نن سهار راهیسي شاوخوا درې کیلومتره پرمختګ شوی دی. چې پدې ترڅ کې مخالفینو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې.

د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaain6i49nmo1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته