کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ۱۵ زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره ترکمنستان ته ځي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 دلو 1396 ساعت 16:19


موده وړاندي د ترکمنستان د ۱۵ بورسونو لپاره لسګونو نارينه او ښځينه زده کوونکو ازموينه ورکړل، چي له دې کسانو څخه ۱۲ نارينه او درې ښځينه د دغه هيواد بورسونو ته بريالي سول.
ازموينه د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا تر څارني لاندي په ډېر شفاف ډول واخيستل سول او پنځلس تنه وړ کسان پکښي بريالي سول
د پنج شنبې په ورځ يادو تلونکو محصلينو د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا سره هم وکتل او يادونه ئې وکړه، چي لوړي زده کړي به په ښه ډول وکړي او وروسته به د خپلو هيوادوالو لپاره خدمت ترسره کړي.
کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چي هر کس په خپل رشته کي له ځانه وړتيا وښيي او وروسته د خپل مسلک اړوند په هيواد کي دنده ترسره کړي.
کندهار والي همداراز وويل چي لا هم هڅي کوي، ترڅو نورو ځوانانو ته هم د هيواد بهر د دوکتورا تر کچي د لوړو زده کړو زمېنه برابره کړي.
د يادولو ده، چي د ترکمنستان په بورسونو کي عمومي ښوونه او روزنه، ګاز اوپيټروليم، ريل پټلۍ او برېښنا ريشتې شاملي ده.


د مطلب کود: 157050

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157050/د-کندهار-۱۵-زده-کوونکي-لوړو-کړو-لپاره-ترکمنستان-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com