دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۹
د مطلب کود : 157050
د کندهار ۱۵ زده کوونکي د لوړو زده کړو لپاره ترکمنستان ته ځي

موده وړاندي د ترکمنستان د ۱۵ بورسونو لپاره لسګونو نارينه او ښځينه زده کوونکو ازموينه ورکړل، چي له دې کسانو څخه ۱۲ نارينه او درې ښځينه د دغه هيواد بورسونو ته بريالي سول.
ازموينه د کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا تر څارني لاندي په ډېر شفاف ډول واخيستل سول او پنځلس تنه وړ کسان پکښي بريالي سول
د پنج شنبې په ورځ يادو تلونکو محصلينو د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا سره هم وکتل او يادونه ئې وکړه، چي لوړي زده کړي به په ښه ډول وکړي او وروسته به د خپلو هيوادوالو لپاره خدمت ترسره کړي.
کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا له زده کوونکو غوښتنه وکړه، چي هر کس په خپل رشته کي له ځانه وړتيا وښيي او وروسته د خپل مسلک اړوند په هيواد کي دنده ترسره کړي.
کندهار والي همداراز وويل چي لا هم هڅي کوي، ترڅو نورو ځوانانو ته هم د هيواد بهر د دوکتورا تر کچي د لوړو زده کړو زمېنه برابره کړي.
د يادولو ده، چي د ترکمنستان په بورسونو کي عمومي ښوونه او روزنه، ګاز اوپيټروليم، ريل پټلۍ او برېښنا ريشتې شاملي ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdk50fzyt0kz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته