افغانستان د کرکت ١٩ کلنو لوبډلې د نړيوال جام سياليو په دوه يم پړاو کې کوربه هېواد نيوزیلیند ته په سترې ماتې ورکولو نيمه پاىلوبې ته لار پيدا کړه.
د ١٦ هېوادونو په ګډون د ١٩ کلنو نړيوال جام سيالۍ په نيوزيليند کې روانې دي؛ خو افغانستان په دې ګروپي سياليو کې د دوه لوبو په ګټلو دوه يم پړاو ته لار موندلې وه.
د افغانستان کرکت بورد وياند فريد هوتک ويلي، چې د ١٩ کلنو ملي لوبـډلې نن د دوه يم پړاو په ناک اوت لوبه کې له کوربه نيوزيليند سره لوبه وکړه.
هغه په ډاګه کړې، چې د دې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
هوتک زیاتوي، افغان ١٩ کلنو لوبـډلې په ټاکل شویو٥٠ اورونو کې د اووه لوبغاړیو په سوځیدو ٣٠٩ منـډې جوړې کړې او نيوزيليند ته يې د ٣١٠ منډو هدف وټاکه.
د نيوزيليند ټوله ١٩ کلنه لوبډله په ٢٨ اورونو کې په ١٠٦ منډو وسوځیده او افغانستان دا لوبه د ٢٠٢ منډو په ستر توپير سره وګټله.
افغانستان به په نيمه پايلوبه کې له استراليا سره لوبه تر سره کړي.