دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۱
د مطلب کود : 157073
په بدخشان کې اسلامی جمعیت او اسلامی ګوند پوری تړلی دوه قوماندانانو ترمنځ نښته
د بدخشان ولایت څخه ځینی ریپورتونه دا وایی چی د چهارشنبه په ماښام، اسلامی جمعیت ګوند او اسلامی ګوند پوری تړلی دوه قوماندانان په خپل منځ کې سره نښته کړی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د اسپوتنیک څخه په نقل سره، دا نښته د چهارشنبه په ماښام د بدخشان ولایت ارګو ولسوالی کمر خور قریه کې رامنځته شوی دی. د بدخشان پولیسو قوماندانی کی یو سرچینه ددی پیښی تایید ترڅنګ وایی چی دا نښته د اسلامی ګوند او اسلامی جمعیت ګوند د دوو قوماندانانو ترمنځ رامنځته شوی دی چی د سیمه ایز پولیسو څخه دی او په نتیجه کې یو کس وژل شوی دی. مخکې هم د تخار ولایت چاه آب ولسوالی کې د اسلامی جمعیت او اسلامی ګوند پوری تړلی ځواکونو ترمنځ سختې نښتی رامنځته شوی دی.
https://avapress.com/vdciyyazpt1awu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته