کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ماشومانو د ژغورنې صندوق په خیریه دفترله برید وروسته بنسټ په افغانستان کي ټولې پروژې ځنډولې دي

6 دلو 1396 ساعت 2:49

راپورنه وایی، د ماشومانو د غورنې بنست په افغانستان کې خپل ټول دفترونه تړلی دی.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخی، د ماشومانو د غورنې بنست نه خبر شوی خبرپاڼه کی ویلی دی، د ننګرهار ولایت په مرکزجلال اباد ښار کې د ماشومانو د ژغورنې صندوق په خیریه دفتر له برید وروسته یاد بنسټ په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې ځنډولې دي. سرچینو ویلی، د ماشومانو د ژغورنې بنسټ د یاد پخلی کوي چې په جلال اباد کې د دغه بنسټ پر دفتر برید د چهارشنبي سهار ترماشام پروی دوام درلود. خبر پانه زیاتوی، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې زموږ پروګرامونه د لنډمهال لپاره ځنډول شوي او زموږ دفترونه هم تړل شوي دي. د خبر پانه په خبره،‎ چې په افغانستان کې زموږ بشرپاله کار د څه باندې ۴ مېلیونه ماشومانو لپاره دی. سرچینو وای، همدا چې ډاډمن شو زموږ امنیت تأمین دی، موږ ژر تر ژره د خپلو فعالیتونو د بېرته پیل لپاره ژمن یوو. دویی وایی، زموږ بشرپاله کار د څه باندې ۴ مېلیونه ماشومانو لپاره دی‎‎ او اصلي اندېښنه زموږ د کارکوونکو د ځان امنیت دی. د یاد پښبه مسولیت داعش ډلې په غاره اخیستي دی.


د مطلب کود: 157089

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157089/د-ماشومانو-ژغورنې-صندوق-په-خیریه-دفترله-برید-وروسته-بنسټ-افغانستان-کي-ټولې-پروژې-ځنډولې-دي

آوا
  https://www.avapress.com