په بغلان کې چارواکي وايي، یوه اندازه نشه يي مواد یې کشف کړې او دوه تنه یې د دې موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع ته وویل، د پنجشنبې په ورځ یې دوه کسان د شااوخوا ۴۰ کیلو ګرامه چرسو سره نیولي دي.
نوموړي ویلي، دا چرس په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاق چیانو هڅه کوله چې له ده صلاح ولسوالۍ څخه یې کابل ته انتقال کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)