کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

روغتیا وزارت: کابل برید ۹۵ تنه وژلي او ۱۵۸ نور یې ټپیان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1396 ساعت 19:01


نن د شنبې په ورځ غرمه پنځه لس کم یوه بجه د کابل ښار د شهرنو په سیمه کې د کورنیو چارو د وزارت زړې ودانۍ سره چاودنه شوې ده، چې له امله یې د عامې روغتیا وزارت د وینا له مخې لږ تر لږه ۹۵ تنه وژل شوي او تر ۱۵۸ تنو پورې نور ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیميته وویل، چې دا برید د امبولانس موټر پواسطه شوی دی.

ښاغلي نصرت وویل " بریدګر یو امبولانس موټر له چاودیدونکو توکو ډک کړی و او د جمهوریت روغتون ته د ناروغ د رسولو په بهانه د لومړي قراول څخه هم تیر شوی و، خو په دوهم قراول کې پرې پولیس شکمن شوي او د پولیسو د ډزو په پایله کې یې منفجره مواد چولي دي".

د کورنیو چارو د زړې ودانۍ سره جوخت د جمهوریت روغتون موقعیت لري.


د مطلب کود: 157159

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157159/روغتیا-وزارت-کابل-برید-۹۵-تنه-وژلي-او-۱۵۸-نور-یې-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com