دخپریدو نیټه :شنبه ۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۴۸
د مطلب کود : 157164
په کابل کې برید او طالبانو مسؤولیت اخیستنه
د داخله او خارجه وزارت چارواکې په یو خبری ناسته کې ویلی دی چی یو چاودنه د ماسپښین په ۱ بجه د صدارت په څلورلاری کې د داخله وزارت پخوانۍ ساختمان ته نږدی منځته راغلی دی.
نصرت رحیمی، د داخله وزارت ویاند په دی خبری ناسته کې وویل: مهاجم کس خپل یو آمبولانس په مرسته ځان صدارت څلور لاری ته رسولی او د امنیتی تلاشیو څخه په دی بهانی سره چی آمبولانس کې مریضان دی، تیر شوی دی. هغه زیاته کړۍ چی د تلاشی په دوهم ځای کې مهاجم کس پیژندل کیږی او پولیس مامورین مخکې له دی چی ډزو باندی اقدام وکړی، انتحاری کس آمبولانس موټر ته چاودنه ورکوی. د عامه روغتیا وزارت په ادعا سره تراوسه ۱۱۰ تنه ټپیان روغتونونو ته لیږل شوی دی. د ځینو سرچینو په ادعا سره ددی برید شهیدانو شمیر د ۶۰ څخه زیات وو. د کابل نن ورځې برید مسؤولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د کابل برید مسؤولیت په قبلولو سره، ادعا کړی دی چی ددی ډلی یو غړۍ بمب ګذاری شوی موتر، د داخله وزارت پخوانۍ ساختمان ورودی دروازی ته نږدی چی اوس د پولیسو تجمعاتو مهم امرکز شمیرل کیږی، ځان رسولی او دا ځای یی تر برید لاندی راوړی دی. د هغه په ادعا په دی برید کې ۸۰ تنه پولیس په دی برید کې وژل شوی او هم ټپیان شوی دی.
https://avapress.com/vdcjmaevxuqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته