دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۴۴
د مطلب کود : 157178
غزنی ولایت کی شپږ تنه ماشومان وژل شوی او ۲ تنه نور تپیان شوی دی
د غزنی ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کی دا ماشومان د وسله والو طالبالنو له لوري په ویشتل شوي راکټ وژل شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د غزني امنیه قوماندان محمد زمان په دی اړه خبریالانو ته ویلی، دا ماشومانو د یوه کور په حویلۍ کې لوبې کولې چې د طالبانو له لوري ویشتل شوی هاوان پرې ولګېد، ۶ تنه ماشومان ووژل شول او ۲ ژوبل شول. خوبلخوا، د وسله والو طالبانو ویایند ذبیح الله مجاهد سرګندوی، چې ۷ ماشومان د افغان هوايي ځواک په بمبارۍ کې وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
https://avapress.com/vdceff8zvjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته