دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 157187
یاماموتو: کابل کې د حملې پلانونکې دې عدالت ته ودرول شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړی استازي تدامیچي یاماموتو ویلي، په کابل کې د پرونۍ حملې له پلانونکو او ترسره کونکو سره باید حساب وشي او عدالت ته ودرول شي.

د یوناما په خبرپاڼه کې د هغه له خولې لیکل شوي:"د معتبرو رپوټونو پر اساس، په حمله کې له داسې موټره کار اخېستل شوی چې د امبولانس په ډول رنګ شوی و او د امبولانس ځانګړې علامه هم ور باندې لګېدلې وه چې په زغرده د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند پرون له ازادي راډیو سره په خبرو کې تائید کړه چې حمله کوونکو د تلاشۍ له پوستو د تېرېدو لپاره چاودېدونکي مواد په یوه امبولانس موټر کې ځای پرځای کړي وو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcevf8zfjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته